انصار:( د تله ۹ مه)، د لوړو زده کړو لپاره د طالبانو د رژیم وزیر شېخ ندا محمد ندیم پر طالبانو د ښځو د حقونو د نقض نیوکو ته دا ځل په غبرګون کې ویلي، چې خدای تعالی نارینه او ښځینه سره برابر نه دي پیدا کړي.
د هغه په وینا، د دوی پیدایښت داسې شوی، چې نارینه به حاکم وي او ښځې به ورڅخه اطاعت کوي.
شېخ ندیم بغلان ته د یوه سفر پر مهال ویلي، چې د طالبانو مخالفان د نارینه او ښځینه وو د حقونو د نابرابرۍ په پلمه د دوی خلاف تبلیغات کوي او ښځې پر نارینه وو لوړ حسابوي.
هغه دا هم ویلي، چې د لوړو زده کړو په برخه کې د بهرنیانو فرماېش نه مني.
شېخ ندا محمد ندیم، چې د طالبانو د نا لیدل شوي مشر ملا هبت الله اخندزاده له تر ټولو نږدې کسانو ګڼل کیږي، وخت په وخت یې ویناوې جنجالي کیږي.
نوموړی د اروپایی ټولنې او یو شمېر نړیوالو سازمانونو له لوري له دې امله، چې د نجونو د زده کړو پر وړاندې خنډ ګڼل شوی، د بندیزونو په لیست کې شامل دی.
د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، دوی د نجونو پر مخ د ښوونځیو تر شپږم ټولګي دروازې خلاصې پریښي او پاتې نور تعلیمي فرصتونه یې ورڅخه اخیستي.
د دې ترڅنګ دوی له روغتیا او ځینو نورو محدودو برخو پرته ښځو ته د کار اجازه هم نه ورکوي، چې له امله یې په پراخه او نړیواله کچه نیوکو سره مخ شوي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/27372